په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه: ملي وحت او ملت جوړونه

افغانستان کې د ملي وحدت تر نامه لاندې د دوو سیاسي اړخونو ترمنځ نوي رامنځته شوي حکومت په واک کې د بیلابیلو قومونو د ګډن د څرنګوالي په اړه پوښتنې پیدا کړي، له خلکو سره داسې پوښتنې دي چې ایا دغه حکومت به په ریښتیا هم د افغانستان د قومونو ترمنځ یوالي رامنځته کړي او ایا افغانانو د ملت جوړونې په لور ګامونه پورته کړي.

ازادې جرګې دا ځل پر ملت جوړونې بحث کړی دی.

دې خپرونې ته د قومونو او قبایلو پخوانی وزیر سلیمان لایق، لیکوال او څیړونکی رهنورد زریاب، د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون مشر کمال ناصر اصولي او د مدني ټولنې غړی او لیکوال اسدالله ولوالجي را بلل شوی ول،

دغه خپرونه تاج الدین سروش چمتو او اسماعیل سعادت وړاندې کوی