په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترکیه له اسلامي دولت ډلې سره د جګړې پرېکړه کوي

د ترکیې په پارلمان کې خبرې روانې دي، چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړې لپاره دې مټې راونغاړي که څنګه ، رايه ورکونه به وروسته پرې کېږي.

په همدې وخت کې له ترکيې سره پولې ته څېرمه د سوريې کوباني ښار شاوخوا د اسلامي دولت ډلې او کوردي جنګیاليو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

زرګونه خلک د تاوتريخوالي له پېښو په تېښته دي.