په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افریقا او د ښې حکومتوالۍ معیارونه

د ښې حکومتوالۍ خبرې ډېرې کېږي، خو څه معنا لري؟ اقتصادي ثبات؟ د لوړې کچې روغتيا او پوهنې خپراوی؟ او که د وينا ازادي او بشري حقونه؟

کېدی شي خبره همداسې وي، خو د ابراهيم په نامه کلنی شمېريز شاخص ۵۲ افريقايي هېوادونه د دغو ټولو معيارونو پر وړاندې ارزولي دي.

په ټوله کې په دې لويه وچه کې د حکومتوالۍ څرنګوالی ښه شوی.

موريشوس د دغه شاخص له مخې لا د افريقايي هېوادونو په سر کې دی، او عاج ساحل بيا تر نورو ډېر بره ټوپ وهلی، خو د ليبيا او مصر لپاره ښه خبرونه په دې نه وو، چې دواړه هېوادونه له سياسي ناراميو کړېږي او له امله يې پر دې شاخص ښکته رالوېدلي دي.