د جاپان چټک اورګاډي ۵۰ کلن شول

د جاپان چټک اورګاډي ۵۰ کلن شول

جاپان د ټرانسپورټ خپلې هسکې لاسته راوړنې ۵۰ مه کليزه لمانځي.

د شينکاسېن يا په بل ډول چې په مرمۍ اورګاډي پېژندل کېږي، په ۱۹۶۴ کال کې يې فعاليت پيل کړی و.

پر دغه بهير هغه مهال نيوکې هم کېدې، خو دغه ډول اورګادي له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته مهال د جاپان د رغېدا نښه وه، او لا هم د دغه هېواد اقتصاد غوړاوي کې ونډه لري.