دیلما روزیف په دویم پړاو ټاکنو کې بخت ازمويي
دیلما روزیف په دویم پړاو ټاکنو کې بخت ازمويي
د برازيل د ولسمشرۍ ټاکنې تر هغه وروسته دويم پړاو ته ولاړې چې اوسنۍ ولسمشرۍ ديلما روزېف تر ٥٠ فيصدو ډېرې رايې و نشوی گټلى.
دا به اوس دويم پړاو کې له اېيسو نوېس سره بخت ازمويي.
اوس څرگنده نه ده، چې لومړي پړاو کې دريم نمبر راغلې، مارينا سېلوا، بخ د چا ملاتړ کوي.
د برازيل ټاکنو ته نړيوال د دغه هېواد د پياوړي اقتصاد له امله ډېر پام کوي، خو خپله اقتصاد د رايو برخليک ټاکونکى ښکاري.