په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اردوګان: د سوریې کباني ښار سقوط ته نژدې شوى

د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې، دوی سره پر پوله د سوریې ښار کوباني، نژدی دی چې د اسلامي دولت نومې ډلې لاس ته ور ولوېږي.

ولسمشر اردوګان وويل د خاورې بېرته تر لاسه کولو لپاره ځمکني ځواکونو ته اړتیا ده.

دی دا خبرې داسې مهال کوي چې، سوریه کې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي چې یوازې دې تېرو درو اوونیو کې، همدې سیمې شاوخوا ۴۱۲ کسان وژل شوې دي.