په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د کابل او اسلام اباد لپاره یو رښتینی فرصت پيدا شوی"

د پاکستان لپاره د امريکا سفير وايي د کابل او اسلام اباد دواړو لپاره یو رښتینی فرصت پيدا شوی چې له ځینو هغو ستونزو راووځي چې پخوا د دوی تر منځ موجودې وې.

سفير ريچرډ اولسن د بي بي سي له اردو تلويزيون سره په خبرو کې وويل پاکستان اوس پوهېږي چې پر ځینو هغو مسلو د خبرو اترو فرصت برابر شوی، چې ښايي مخکې یې دغه هېوادونه سره ویشلي و.