په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د کورنيو چارو په وزارت کې ۲۰۰ ميليونه ډالره ورک شوي"

افغانستان کې د بيارغاونې د چارو لپاره د بېلو شويو پيسو څارونکي امريکايي چارواکي ادعا کړې چې ٢٠٠ ميليونه ډالره د کورنيو چارو په وزارت کې ورکې شوي دي.

سيگار وايي د افغانستان داسې پوليس افسرانو ته هم معاشونه بېل شوي چې اصلآ يې دندې لا نه وې پيل کړې. افغان چارواکي دا تور ردوي.