په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هندوستان پاکستان ته سخت خبرداری ورکړی

هندوستان پاکستان تر هغو نښتو وروسته خبرداری ورکړی چې پر کرښه وشوې او ۱۹ تنه پکې ووژل شول.

د هند د دفاع وزیر ارون جېتلې وایي، که پاکستان د ده په وینا ورته شان لوبې کوي نو لویه بیه به پرې کړي.

خو پر پوله د پاکستاني پوځ قومندان جنرال جاوېد خان وایي، نه پوهېږي چې ولې هند پر دوی ډزې کوي.

هغه زیاته کړه، که دا بریدونه همدا شان دوام وکړي نو هند به د لوی غبرګون شاهد وي.