په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کونړ او نورستان کې پاکستاني ډاکټران

د افغان حکومت اونړیوالو مرستندویانو له هڅو سره سره لا هم د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي ستونزې لويې ننگونې دي .

د افغانستان په ختیځ کې د نورستان او کونړ اوسیدونکي هغو پاکستانیو ښځينه ډاکټرانو ته خوښ دي چې د دوى په سیمه کې یې په خصوصي ډول کار پیل کړی.

سیدعبدالله نظامي چې په کونړ کې یوه روغتون ته ورغلی وايي که څه هم دغه روغتیا پالې وړیا درملنه نه کوي خو د ډېرو مزل یې لنډ کړی.