په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ناارامه نورستان خو ښوونځي یې پرانېستې دي

دافغانستان په ډیرو جګړیزو سیمو کې یاخو ښوونځي تړل شوي او یا ورته د خلکو پاملرنه نشته.

خو په لرې پراته او نسبتآ نا ارمه ولایت نورستان کې بیا ښوونځي د خلکو په ټينګار او لیوالتیا پرانیستي پاتې دي.

نورستانیان وايي دکابل حکومت ورته داسانتیاو له اړخه پاملرنه نه کوي.

ازاد خبریال سیدعبدالله نظامي د نورستان په وانټ وایګل کې یوه ښوونځي ته ورغلی او دا رپوټ یې چمتو کړی.