په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ښځو باسکېټبال: ملي ټیم ته د لار موندولو په هیله

د ملي ټیم غوراوي لپاره کابل کې د افغانو ښځو باسکېټبال لوبې سیالۍ روانې دي.

دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو او ۱۵۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.

۷ ډلې له کابله دي او ۵ نور یې له کندهار، هرات، بامیان، غزني او بلخ ولایت نه.

روزونکي یې وايي د تمریناتو لپاره د مناسبو لوبغالو کموالی، مالي مرسته او د وړ، روزونکو نشته والی د دغې لوبې پر وړاندې لویې ستونزې دي.

نور حال ایمل پسرلی را کوي.