په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ایبولا خپرېدل

د روغتیا نړیوال سازمان، ډبلیو اېچ او، وايي د ایبولا ویروس به لودېیځ کې ځکه ښايي خپور نشي چې پیاوړي روغتیايي سیستمونه لري.

امریکا کې اوس دا پلټنه روانه ده چې معلومه کړي یوه مېرمن چې په دغه ویروس اخته وه، ولې پرېښودل شوې چې یوې الوتکې ته وخېژي او سفر وکړي.

اوس ولسمشر اوباما د ایبولا سره د مقابلې لپاره د یوه پیاوړي ځواب امر کړی دی.

خو د لودیځې افریقا په هغو هېوادونو کې چې دغه ویروس خپور شوی دی، اوس د خوړو د کمښت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

دا رپوټ له سرالیونه دی.