په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اندونېزیا له نوي ولسمشره هيلې

د نړۍ دریمې لویې دېموکراسۍ، انډونیزیا کې، جوکو وېدودو د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

دا لومړنی ولسمشر دی چې د پخواني دېکتاتور، جنرال سوهارتو سره تړلې، پوځي او سیاسي کړۍ سره تړاو نه لري.

د ده د لوړې تر مراسمو وروسته، هغو ځوانو ملاتړو یې، چې دی یې واک ته ورساوه، پر سړک مېلې او نندارې جوړې کړې.

دی پلان لري، تعلیم، روغتیا او بنسټیزو پروژو کې اصلاحات راولي خو اسانه به نه وي.