په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جعلي څېرو په مټ د جنسي تېري مجرمینو نیول

اسټرالیا کې هغه سړی نیول شوی دی چې پر انټرنېټ يې د کامرې له لارې د پيسو په بدل کې ماشومان جنسي عمل تر سره کولو ته هڅول.

دی هغه مهال ونیول شو چې د خوږې په نامه یوې جعلي ماشومې پر کامره له ده سره اړیکې ټینګې کړې.

اوس د زرو دغه ډول سړو شخصي مالومات د نړۍ بېلا بېلو برخو کې پولیسو ته لېږل شوي دي.