په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نورستان کې د غشي ویشتلو سیالي

افغانستان کې دودیزې لوبې ورو ورو مخ په کمېدو دي.

ځينې يې دليل کډوالۍ او تر ډېره د ښاري دودونو اغېز بولي.

غرني ولایت نورستان کې لا هم ډېرې دودیزې لوبې ژوندۍ دي.

یوه يې د غشې ویشتنې لوبه ده..

نورستانیان وايي که څه هم پخوا يې غشي ویشتل د جګړې لپاره و خو اوس یوازې د لوبې په بڼه پاتې دي..

سیدعبدالله نظامي د نورستان يوه کلي کې د دغې لوبې نندارې ته تم شوی