په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کاناډا بریدګر په اړه تازه معلومات

د کاناډا لومړی وزیر سټيفن هارپر وايي هېواد به یې د پرون په شان وسله وال برید چې پلازمېنه اوتاوا کې وشو و نه وېروي.

دغلته یوه وسله وال، د جګړې د یاد په ملي څلي کې یو سرتېری وویشت او پارلمان کې یې هم ډزې وکړې.

وسله وال، څو ديرش کلن مایکل زېهاف بېبو نومول شوی.

د کاناډا تابعيت لري او نوى مسلمان شوى و. دا په تېرو درو ورځو کې دویم دا ډول برید دی.