په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ړندو او کڼو لپاره د سټار وارز فلمونو نړۍ

داسې چا ته به چې په سترګو نه ويني او په غوږو نه اوري څنګه د سټار وارز یا د ستورو د جګړو فلم تشریح کوئ؟

دلته لندن کې یوه سړي لس کلونه پر همدې تېر کړې دي چې خپل ملګري جېم ته دا فلم تشریح کړي.

اوس ده معلولو کسانو ته د ساینس فېکشن فلمونو یوه بڼه جوړه کړې چې وايي هغوی پکې ځان دخیل وبولي او له معلوماتو يې خبر وي.