په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند له معلولینو سره د والمارټ شرکت مرسته

که له خپلو لګښتونو او اړتياوو مو پيسې ډېرې وي، څه به پرې كوئ؟

ښه، که څوک د نړۍ ډېرو شتمنو يادونه کوي، نو ډېر يې نورو ته ورکوي. خو که خبره د نيکۍ او خيريه چارو کېږي، نو يوازې په بسپنه د پيسو له ورکولو ډېر ارزښت لري.

په هند کې اوسمهال د خوښيو موسم دی، او د والمارټ په نامه پرچون پلورونکی شرکت له يو ناسوداګريز سازمان سره په داسې ګډ کار بوخت دی چې له مخې يې له معلولو خلکو سره مرسته کوي چې په ژوند کې پر خپلو پښو ودرېدی شي.