په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نیویارک نړیوال سوداګریز مرکز نوې ودانۍ

د ٢٠٠١ کال د سپتمبر له بريدونو ١٣ کاله وروسته په نيويارک کې د نړيوال سوداگريز مرکز لپاره نوې ودانۍ پرانيستل شوې ده.

د نړيوال سوداگريز مرکز دوه دنگې ودانۍ د القاعدې له خوا د دوو الوتکو په مټ نړول شوې وې چې په زرگونو کسان يې ووژل.

خو د څو ميلياردو ډالرو په لگښت نوې ودانۍ اوس تر نيم کيلومتر ډېره دنگه ولاړه ده.