په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"سړه جګړه په نوې بڼه رامنځ ته شوې"

جرمني کې نن د برلین دیوال د نړېدو ۲۵ مې کلیزه لمانځل کېږي.

په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د وينا په مهال د جرمني صدراعظمې انگيلا ميرکل وويل د برلين ديوال نړيدو هغو هېوادونو ته د هيلې يو پيغام استوي چې لا هم په کې بشري حقونه ګواښل کېږي.

په دغو مراسمو کې د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچوف هم گدون درلود او خبرداری یې ورکړ چې نړۍ د یوې نوې سړې جګړې په درشل کې ده.

سعیدې محمود په فرانسې کې د چارو له افغان کارپوه داکټر روستار ترکي سره د مرکې په پیل کې ترې پوښتلي چې څنگه پخوانى شوروي اتحاد د برلين ديوال نړيدو او د سړې جگړې پاى ته رسيدو ته چمتو شو؟