په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوریې درې کلنې جګړې پراخه ويجاړي رامنځته کړې

ځينې وخت چې د خلکو له ياده وتلې، سوريه کې بله جګړه هم ده.

د څلورو کلونو په تېرېدو روانې جګړې د دغه هېواد ډېرې برخې په کنډوالو اړولې دي.

د اټکلونو له مخې څه د پاسه دوه سوه زره خلک په کې يا د سوريې پوځ او يا هم د مخالو وسله والو په لاس وژل شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې له سوريې پر راوتونکو خبرونو د هغې ډلې پروړاندې چې ځان اسلامی دولت بولي، د جګړې سيوری غوړېدلی و.