په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

داسې څوک مو لیدلی چې رنګونه اوري؟

څه احساس به وي، که يو څوک نړۍ يوازې په سپين او تور رنګ ګوري. نېل هاربيسن د رنګونو له ليد په بشپړ ډول بې برخې دی، چې یو کم ساری حالت بلل کېږي.

خو تېره يوه لسيزه دی په نړۍ کې يوازينی کس دی، چې د رنګونو ډولونه پر خپله ککرۍ يوې لګول شوې الې له لارې اوري. دی چې په کټلونيا کې لوی شوی، د نړۍ لومړی سايبراګ انګېرل کېږي، چې ټکنولوژي په کې د انسان بدني ځواک پياوړوي. نوره کیسه یې حمید قیومي کوي.