په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې د ښځو د فلمونو نړیوال فستيوال

همدا اوونۍ د افغانستان په هرات کې د ښځو د فلمونو دویم نړیوال فیستیوال ترسره شو.

له پنځلسو هېوادو، پنځه سوه فلمونه ورپيژندل شوي وو خو په لسگونو په کې سیالي وکړه.

ګڼو فلمونو ته جایزې ورکړل شوې.

د فيستيوال ليدونکو هيله لرله چې دا ډول چارې بايد لا ډېرې شي.

محمد قاضي زاده يې ليدو ته ورغلى و.