په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل سوړ کاروبار او د ولسمشر ژمنې

افغان ولسمشر اشرف غني وايي د هېواد اقتصاد به بدلوي.

ده د فساد پر وړاندې کلکې مبارزې ژمنه کړې، او راتلونکی دسمبر به دلته لندن ته راځي چې د خپل هېواد ښېرازۍ لپاره له نړيوالو بسپنه ورکوونکو پيسې راغونډې کړي.

خو دا په داسې حال کې چې افغانستان د ولسمشرۍ پر سر د مياشتنيو سياسي لانجو له امله اوښتي اقتصادي تاوان سره چلن کوي، يوه لويه ننګونه برېښي.