په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملګرو ملتو کې د ښځو ونډه زیاته شوې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې پخوا يو څه د هلکانو کلب په توګه ورته کتل کېدل، خو اوس ريکارډ شمېر ښځې د ملګريو ملتونو دغې شورا غړې دي.

د ملګريو ملتونو پرېکړو څښتنې تر ټولو دغې مهمې ادارې له ۱۵ غړو يې شپږ تنې اوس ښځې دي.

خو لا تر اوسه د دې کومه نښه نښانه نه شته، چې کومه ښځه دې د ملګريو ملتونو سرمنشۍ شي.