په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر درې کلنې نجلۍ د جنسي تېري ادعا

پر یوې درې کلنې افغانې ماشومه د جنسي تېري ادعا شوې چې اوس د ژوندۍ پاتې کېدو لاس او پښې وهي. يوازې همدا مياشت پر وړو ماشومانو څو بريدونه شوي. له دې پېښې سره په تړاو يو ۱۸ کلن سړی نيولی شوی دی.

بي بي سي له دې کورنۍ سره مله شوې، چې دوی په کې خپله ماشومه نجلۍ له کوره د پلازمېنې کابل يو روغتون ته وړله.

په دې هکله په نور جزییات په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.