په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کونړ کې اور لګېدنې ډېر مالي تاوان واړوه

افغانستان يوازې سياسي ناندرۍ نه دي چې تاوان يې اړولی، پېښو او د نه خونديتابه حالت هم په وار وار افغان کاروباريان زيانمن کړي دي. دا تېره اوونۍ يو ځل بيا اورلګېدنې تاوان اړولی، خو دا ځل په کونړ کې د لرګيو يو بازار اور لولپه کړ، چې د اټکل له مخې سلګونه زره ډالر تاوان یې اړولی دی. په تېره څه موده کې په مزار او کابل هم بازارونو کې اورلګېدنې شوې، چې له دې ډول زيانه د نه خونديتابه چارې د ډېرو لپاره جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

نعمت الله کرياب له کونړه پر اورلګېدنې رپوټ لري.