په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ښځو په ملاتړ له غونډې تمې څه دي؟

د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د ښځو د حقونو پر نړیوالو ملاتړو سربېره افغان لومړۍ مېرمن بي بي ګل، د ښځو چارو وزیره حسن بانو غظنفر او د ملي شورا یو شمېر ښځینه غړې ګډون کړی و.

سپین تڼي د دې غونډې له یوې ګډنوالې او د افغانستان د مشرانو جرګې له غړې انارکلي هنریار سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلې چې له دې غونډې یې تمې څه دي؟