په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سارک غونډې ډیرې خبرې به په انرژۍ راڅرخي

د سويلي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ ټولنې سارک سرمشرېزې ته، چې د نيپال پلازمېنې کټمنډو کې کېدونکې ده، لوړ پوړي چارواکي ورسېدلي دي.

تمه ده د دې سرمشريزه ډېرې خبرې به پر انرژۍ راڅرخي.

د هند او پاکستان د مشرتابه ترمنځ د مخامخ خبرو امکان نشته خو د هند د بهرنيو چارو وزيره وايي له بېلا بېلو هېوادونو سره به جلا جلا ويني.

زموږ همکار سيد انور له افغان پلاوي سره کټمنډو ته تللى او د بهرنيو چارو د وزيرانو له نننۍ ناستې مو خبروي