په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا او کيوبا نیمه پېړۍ وروسته خواږه شوي

د نړۍ مشرانو د امريکا له لوري د دې تاريخي ګام هرکلی کړی، چې د کيوبا پر وړاندې د پنځوس کلنې دښمنۍ لپاره د پای ټکی کېږدي، او ډيپلوماټيکې اړيکي بېرته سره وتړي.

ولسمشر اوباما ويلي د کيوبا ګوښي کولو سخته او له وخت تېره تګلاره په ښکاره ډول ناکامه شوې، او اوس د نوي دريځ وخت دی.

د امريکا او کيوبا اړيکي د ۱۹۶۰ مې لسيزې له لومړيو کنګل شوې دي.