په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د افغان حکومت نوې او خوږه ژبه ښې اغېزې لرلی شي"

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو يو مخکينى عمومي قومندان وايي د کابل له خوا د نړيوالو ځواکونو په وړاندې نوې او خوږه ژبه ښايي پر اړيکو ښه اغېز ولري.

لارډ جنرال ډېوېډ ريچرډز بي بي سي سره په ځانگړو خبرو کې وويل د افغانستان په سوله کې گاونډي مهم رول لوبولى شي.

له لارډز ريچرډز سره په مرکه کې زموږ همکارې مينې بکتاش لومړى پوښتلي چې د ولسمشر غني د حکومت له لورې پر ناټو ځواکونو د نيوکو کمښت به څه اغېز ولري؟