په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسټرالیا د ترهګرو تماسونو کې د ډېروالي خبرداری ورکړی

د اسټرالیا لومړی وزیر وايي تېره اوونۍ، سدني کې پر یوې چای خانې له کلابندۍ وروسته، یې امنیتي ځواکونو، د ترهګرو په خپلمنځي تماسونو کې زیاتوالی لیدلی دی.

ټوني ابټ دا خبرې د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې کولې. په عین حال کې، دغلته، د دوو هغو کسانو، ټوري جانسن او کترینا ډاوسن، لپاره چې په هغه ۱۶ ساعته برید کې ووژل شول د یاد مراسم تره شول.