په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوباما: افغانستان نور د ترهگرو د بريدونو سرچينه نه ده

ولسمشر اوباما د امريکا له وسله والو ځواکونو د هغه څه له امله مننه وکړه چې د ده په وينا يې افغانستان د ترهگرۍ له ځالو خلاص کړ.

د عيسى ع د زېږېدا د کليزې په وياړ له امريکايي ځواکونو سره د ليدو پر وخت ښاغلي اوباما بيا ټينگار وکړ چې افغانستان کې يې پوځي ماموريت نور پاى ته رسېدلى دى.

خو لا يې هم له افغان ځواکونو سره د مرستې هوډ څرگند کړ.