په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''درو ورځو کې به د کابینې پر سر هوکړه وشي''

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجراییوي مشر د ولسي جرګې ځینو غړو ته ویلي چې په راتلونکو دوه دریو ورځو کې به له ولسمشر سره د کابینې پر سر هوکړې ته ورسیږي. ښاغلی عبدالله ویلي چې له ولسمشر سره یې پر دې هم هوکړه کړې چې پخواني وزیران او د ملي شورا غړي به د کابینې د غړو په توګه نه مني.

هغه پلاوي چې نن د ښاغلي عبدالله سره کتلي وايي چې د کابینې په ورپیژندلو کې د ځنډ اصلي لامل د وړو کسانو ګومارنه ده چې دواړو خواو پرې هوکړه کړې. په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي د ولسي جرګې د مرستیال منشي عرفان الله عرفان سره په مرکه کې لومړی دا پوښتلي چې له ښاغلي عبدالله سره د دوی د خبرو اجنډا څه وه؟