په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ايراسيا الوتکې قربانيانو لټون ځنډول شوی

د ايراسيا لوېدلې الوتکې د سپرلۍ لومړي مړي وچې ته رسول شوي دي.

هغه عمليات چې د پېښې نورو قربانيانو او الوتکې تنې راپورته کولو لپاره پيل شوي وو، د هوا ناوړه حالاتو له امله ټکني شوي، او د شپې په رسېدو له هوا د لټون فعاليت هم درول شوی دی.

تر دې مهاله اووه مړي را ايستل شوي دي.

داسې راپورنه هم وو، چې د يوه يې د ژوند ژغورنې جاکټ پر تن و، خو لا تر اوسه يې پخلی نه دی شوی.