په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سمندر کې د کډوالو یو بله بېړۍ پرېښودل شوې

د ايټالیا سوېلي سمندرغاړې سره په یو څه واټن کې د هغو ۴۰۰ کسانو د ژغورلو عملیات روان دي چې باور کېږي کډوال وي.

دوی په داسې یوه بار وړونکې بېړۍ کې سپاره و چې چلوونکو یې خوشې کړې وه.

تر دې څو ورځې وړاندې هم همداسې یوه بله پېښه شوې وه.

اوس د ایټالیا هوايي ځواکونه د ایزادين په نامه دې بېړۍ ته رسېدلي دي.

یوه بله ایسلنډۍ بېړۍ مرسته ورسره کوي چې بندر ته یې ورسوي.