په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اير اسيا لوېدلې الوتکې د پاتې شونو لټون

د ایر اسیا الوتکې پسې لټون اوس هم په جاوا سمندر کې روان دی.

ژغورونکي هڅه کوي مړي او د الوتکې پاتې شوني ومومي.

دا الوتکه تېره اوونۍ په هوا کې تري تم شوه.

دې تېرو څو ورځو کې خرابې هوا د لټون چاره ټکنۍ کړې وه.

تر اوسه یوازې ۳۷ مړي موندل شوې دي خو د الوتکې د تور بکس چې ټول معلومات پکې وي پته لا هم نشته.

که بكس وموندل شي نو معلومه به شي چې الوتکه ولې سمندر کې وولوېده.