په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بګرام کې د بندیانو ستونزې

د امریکا مشرانو جرگې د تېرې مياشت یوه رپوټ کې، د سپتمبر ۱۱ مې له بریدونو وروسته د سي آی اې لخوا د القاعدې او طالبانو نه د تحقیق پر مهال د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د بندیانو د ربړلو یادونه شوې وه.

یو ځای چې په رپوټ کې یاد شوی، د افغانستان بګرام دی چې طالب بندیان پکې ساتل کېدل.

زموږ همکار خوشال طیب له دوو بندیانو سره خبرې کړې دي چې په ۲۰۱۰ کال کې خوشې شول.