په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسه کې د وژل شويو پوليسو د خواشينۍ مراسم

فرانسه کې نن د هغو درو پولیسو افسرانو لپاره د خواشینۍ مراسم تر سره شول چې تېره اوونۍ درو اورپکو ووژل.

په عین حال کې اسراییلو کې هم د هغو ۴ کسانو جنازه ترسره شوه چې پاریس کې د یهودانو په یوه بازار کې په ډزو وژل شوي وو.

بل پلو بیا، د شارلي ابدو طنزي مجله چې تېره اوونۍ یې پر دفتر برید هم وشو، پلان لري چې سبا په درو ميلونو نسخو خپله نوې گڼه خپره کړي.