په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېښور پر پوځي ښوونځي د بریدګرو د نیولو ګونګسې

د افغانستان د استخباراتو ادارې د هغو رپوټونو له منلو يا ردولو انکار کړی چې وايي د پېښور پر يوه ښوونځي د تېرې مياشتې بريد په تړاو يې مشکوک کسان نيولي دي.

پاکستاني رسنيو د سې شنبې پر ورځ رپوټ ورکړى و چې گواکې پنځه کسان په افغانستان کې چارواکو نيولي دي.

داسې رپوټونه هم وو چې گواکې د پکتيکا د واليبال په يوه لوبغاړي کې د ځانمرگي بريد سره په تړاو کسان بيا په پاکستان کې نيول شوي دي.

عبدالله ستانکزى يې نور جزييات له کابله راکوي.