په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سېګرټو له څکولو د ځوانانو د راګرځولو نوې لاره

د برتانيا حکومت غواړي داسې قانون طرحه او پارلمان ته وړاندې کړي چې تر مخه به يې د سېگرټو پر ډبليو ځلېدونکي نومونه نه وي.

هڅه دا ده چې ځوانان د سېگرېټو له څکولو راوگرځوي.

په طرحه کې ويل شوي چې د توليدونکيو شرکتونو نومونه به واړه او د روغتيايي خطرونو انځورونه به لوى پر ډبليو چاپېږي.

دا چاره په استراليا کې واردمخه عملي شوې ده.

سېگرټ د ډاکټرانو په وينا د سرطان ناروغۍ سبب کېږي.