په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شیعه یاغیان لاهم د یمن پلازمېنې لارو کوڅو کې

د يمن پلازمېنه صنعاء کې شیعه ياغۍ حوثي ډله لا هم پر ځينو مهمو ځايونو واکمنه ده.

پرون دوى تړون کړى و چې ترې وځي به او له حکومتي ځواکونو سره به جگړه پاى ته رسوي.

د ولسمشر د استوگنځي کلابندۍ په پای ته رسولو او د لوى درستيز د خوشې کولو په بدل کې به ياغيانو ته د حکومت په ټولو څانگو کې استازيتوب ورکول کېده.