په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سعودي پاچا عبد الله بن عبد العزيز ژوند

د سعودي پاچا عبد الله بن عبد العزيز د خپل عمر په نوي کلنۍ مړ شو. دی د سږيو ناروغۍ د کړاو له امله له څو اوونيو راهيسې په روغتون کې و.

د جمعې پر ورځ یې د مازيګر له لمانځه وروسته په پلازمېنه رياض کې جنازه وشوه.

جنازې مراسمو ته يې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان، د پاکستان لومړی وزير نواز شريف، د سودان، ايتوپيا، بحرین او قطر مشران هم ورغلي وو.

د ده ۷۹ کلن میرنی ورور سلمان بن عبد العزيز اوس د خپل هېواد پر پلاز ناست دی.