په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شیعه حوثي یاغیان د یمن له نازکې سیاسي تشې ګټه اخلي

په یمن کې شیعه حوثي یاغیانو دا تېر اوونۍ پای پر پلازمېنې سنا چپاو ور وړ او ویې نیو.

دوی ولسمشر مجبوره کړ چې خپله استعفی ورکړي.

خو د دې ډلې په اړه چې هم له یمني حکومتي پوځيانو او هم القاعدې سره جنګېږي پوره معلومات نشته.

اوس بي بي سي ته اجازه ورکړل شوې چې د حوثیانو له جنګیالیو سره یو ځای شي او عملیات یې وویني.