په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د جبري ودونو د قربانیانو ژغورل

بریتانیا کې جبري ودونه د تېر کال په جون کې جرم وبلل شول.

یوازې تېر کال، د بریتانوي حکومت د جبري ودونو څانګې ۱۴۰۰ قضیې درلودې خو وايي اصلي شمېرې ښايي څه باندې ۶۰۰۰ وي.

ډېری دا قضیې پاکستان کې وې.

بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوه چې په پاکستان کې د بریتانیا سفارت ته لاړه شي او له هغو قربانیانو سره وګوري چې بریتانوی طابعت لري.