په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لیبیا د قذافي له پرځېدا نژدې څلور کاله وروسته

له هغه راهيسې چې ډګروال قذافي په ۲۰۱۱ کال کې له واکه وپرځول شو، ليبيا لا له نارامۍ او تاوتريخوالي سره لاس او ګرېوان ده.

کورنۍ جګړې په نړيواله کچه منل شوی پارلمان اړ کړی چې له پلازمېنې طرابلسه، ختيځ طبروق ښار ته وتښتي.

طرابلس په خپله اوس د ملېشو يو ائتلاف له لوري اداره کېږي، چې يو سيال واک یې جوړ کړی دی.