په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د سياسي نارامۍ غځېدا، تاو يې بېوزلو ته رسي

افغانستان کې د سياسي نارامۍ له اوږدېدو او د بهرنيو ځواکونو د وتلو له کبله اقتصاد له خورا ژورو ستونزوه سره لاس او ګرېوان دی.

له ټاکنيزو اوږدو ناندريو وروسته محمد اشرف غني تېر سپتمبر کې د خپل هېواد ولسمشر شو، خو د حکومت جوړلو يې هم اوږد وخت ونيو، او بيا يې د کابينې له اعلان او ولسي جرګې ته له ورپېژندلو وروسته يوازې يو پر درې وزيران ومنل شول.

د بهرنيو ځواکونو وتلو سره بهرنۍ پيسې هم په کډه شوې، دې ټولو د افغانستان اقتصادي ودې ته زيان رسولی او بې کاري ورسره لوړه ختلې ده.

خوشال تايب پرې راپور لري.