په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خبریال پیټر ګرېسټه له مصري زندانه خوشې شو

د هغه اسټرالیايي ژورنالست، پیټر ګرېستي کورنۍ چې د مصر په یوه زندان کې ۴۰۰ ورځې بندي و او پرون خوشې شو, وايي زوی به یې تر هغو ارام ونه کړي چې د الجزیرې دوه نور همکاران یې نه وي ازاد شوي.

د ده پلار وويل، د ګرېستي کورنۍ د محمد فهمي او باهر موحمد په فکر کې دي.

دا درې واړه سړي د بندې شوې ډلې، اخوان المسلمین سره په مرستې تورن پېژندل شوې و.