په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکرایین کړکېچ مخنیوي لپاره د جرمني او فرانسې هڅې

د فرانسې او جرمني مشران د اوکرايين پلازمېنې کييف ته په لنډ سفر رسيدلي چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کيرې سره يو ځاى د دغه هېواد په ختيځ کې د روان کړکېچ د خپرېدا د مخنيوي هڅه وکړي.

دا اعلان په داسې وخت کې شوى چې د ناټو د دفاع وزيران وايي دوى به په ختيځه اروپا کې د اوکرايين د روانې جگړې له امله خپل پوځي حضور زياتوي.